AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰ ۱۶:۲۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85471379
T T
۰ Persons
لومړی جوپه افغان حاجیان سعودي عربستان ته ولاړل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د حج او اوقاف او ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ د پیل خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست  دولت د ارشاد، حج او اوقافو، ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو نن پنشنبې د غوايي ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د دې وزارتونو خبرپاڼه زیاتوي: تېره شپه شاوخوا ۲۳۰ حاجیان د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه مدینې منورې ته لېږدول شوي او ټاکل شوې چې نن د بلخ ولایت له مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر څخه ۳۶۰ تنه حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شي.

د ترانسپورت وزارت خبرپاڼه زیاتوي: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد ټول نړیوال هوايي ډګرونه له زیاتو اسانتیاوو سره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د کاروان د الوتنې لپاره چمتو کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .